دلته تاسو کولی شئ ډالر، یورو، کلدارې، تومان او لیرې افغانیو ته تبادله کړئ. سیستم به تاسې ته د نن ورځې پر بنسټ معادل محاسبه کړي.
د هلمند جهاني د صرافۍ او پولي خدمتونو شرکت شاوخوا اووه کاله وړاندې د لښکرګاه ښار په مرکزي برخه کې د خلکو د مالي اړتیاوو د پوره کولو په موخه تاسیس سو.
په هغه وخت کې چې رسمي بانکدارۍ ته لاسرسی محدود و، یاد شرکت د شفاف، خوندي او باور وړ خدمتونو نوی پړاو پیل کړ.
له اسعارو د تبادلې او پیسو د لېږد له برخې څخه، زموږ د کار موخه دا وه چې د کورني او نړیوال مالي تبادلاتو لپاره یو باور وړ ارتباطي پل رامنځته کړو.
شرکت په هلمند کې له یوې څانګې څخه پیل کړی، نن ورځ په کندهار او کابل کې هم رسمي څانګې لري او د هېواد په کچه زرګونه د بارور وړ مراجعین لري.
زموږ اساسي ارزښتونه:
اوس مهال د شرکت فعالیت یوازې په صرافۍ پورې محدود نه دی، بلکې په لوجستیک، سوداګرۍ، ساختماني او کرنیزو چارو کې هم خدمتونه وړاندې کوي.
موږ تاسو ته د نقدو پیسو رسولو، کورنیو حوالو او نړیوالو حوالو لپاره عصري او خوندي خدمات وړاندې کوو. زموږ ټولې څانګې د لږ تر لږه وخت او د اضافي فیس پرته کار کوي.
موږ ستاسو پیسې په خوندي ډول ستاسو کور ته رسوو، په هر ښار او هر ولایت کې.
تاسو کولای شئ په اسانۍ سره له یو ولایت څخه بل ولایت ته پیسې واستوئ.
زموږ له لارې کولی شئ له بهر څخه پیسې ترلاسه یا بهر ته واستوئ.