Currency Exchange

د اسعارو معلومات

دلته تاسو کولی شئ ډالر، یورو، کلدارې، تومان او لیرې افغانیو ته تبادله کړئ. سیستم به تاسې ته د نن ورځې پر بنسټ معادل محاسبه کړي.

د اسعارو تبادله

📊 د نن ورځې نرخونه
  • ۱ ډالر = 68.6500 افغانی
  • ۱ یورو = 78.9100 افغانی
  • ۱ کلدار = 0.2383 افغانی
  • ۱ تومان = 0.001100 افغانی
  • ۱ لیره = - افغانی
تازه معلومات: 2025-08-11

زموږ تاریخچه

د هلمند جهاني د صرافۍ او پولي خدمتونو شرکت شاوخوا اووه کاله وړاندې د لښکرګاه ښار په مرکزي برخه کې د خلکو د مالي اړتیاوو د پوره کولو په موخه تاسیس سو.
په هغه وخت کې چې رسمي بانکدارۍ ته لاسرسی محدود و، یاد شرکت د شفاف، خوندي او باور وړ خدمتونو نوی پړاو پیل کړ.

له اسعارو د تبادلې او پیسو د لېږد له برخې څخه، زموږ د کار موخه دا وه چې د کورني او نړیوال مالي تبادلاتو لپاره یو باور وړ ارتباطي پل رامنځته کړو.

شرکت په هلمند کې له یوې څانګې څخه پیل کړی، نن ورځ په کندهار او کابل کې هم رسمي څانګې لري او د هېواد په کچه زرګونه د بارور وړ مراجعین لري.

زموږ اساسي ارزښتونه:

  • د باور او اعتبار فضا رامنځته کول
  • د عادلانه او معقول اسعارو نرخونه
  • ټیټ فیسونه
  • د مراجعینو د رضایت لوړ خدمتونه

اوس مهال د شرکت فعالیت یوازې په صرافۍ پورې محدود نه دی، بلکې په لوجستیک، سوداګرۍ، ساختماني او کرنیزو چارو کې هم خدمتونه وړاندې کوي.

Company Logo

زموږ خدمات

موږ تاسو ته د نقدو پیسو رسولو، کورنیو حوالو او نړیوالو حوالو لپاره عصري او خوندي خدمات وړاندې کوو. زموږ ټولې څانګې د لږ تر لږه وخت او د اضافي فیس پرته کار کوي.

Cash Delivery
په هر ځای کې د نغدو رسونه

موږ ستاسو پیسې په خوندي ډول ستاسو کور ته رسوو، په هر ښار او هر ولایت کې.

Local Remittance
کورنۍ حوالې

تاسو کولای شئ په اسانۍ سره له یو ولایت څخه بل ولایت ته پیسې واستوئ.

International Remittance
نړیوالې حوالې

زموږ له لارې کولی شئ له بهر څخه پیسې ترلاسه یا بهر ته واستوئ.