اتصال!

په هلمند جهاني صرافۍ او پولي خدمتونو شرکت کې زموږ موخه دا ده چې په افغانستان او نړۍ کې مالي اړیکې پیاوړې کړو. د پرمختللو سیسټمونو، ستراتیژیکو همکاريو او خوندي شبکو په مرسته، موږ اشخاصو او سوداګرو ته دا اسانتیا برابروو چې پیسې په اسانۍ، باور او شفافیت سره واستوي، ترلاسه یې کړي او تبادله یې کړي. زموږ ارتباط ډاډ ورکوي چې د افغانستان ټولني د نړیوال مالي سیستم سره تړلي پاتې شي، اقتصادي وده پیاوړې کړي، کورنۍ ملاتړ کړي او سوداګرۍ ته وده ورکړي.
که بهر ته پیسې استوئ، له کورنیو څخه پیسې ترلاسه کوئ، یا بهرني اسعار تبادله کوئ، موږ ژمن یو چې ستاسو لپاره بې خنډه، خوندي او د مشتریانو په ګټه خدمات وړاندې کړو ترڅو تاسود فرصتونه سره وصل و اوسئ.