د مطابقت تګلاره!

په هلمند جهاني صرافۍ او پولي خدمتونو شرکت کې موږ په بشپړ ډول ژمن یو چې خپل کاروبار د افغانستان او نړیوالو اړوندو قوانینو، مقرراتو او د صنعت د غوره کړنو له مخې پرمخ یوسو. زموږ د مطابقت چوکاټ د دې لپاره طرحه شوی چې په ټولو عملیاتو کې د بشپړ صداقت، شفافیت او مسؤلیت لوړې معیارونه خوندي وساتو.
موږ د پیسو د وینځلو ضد (Anti Money Laundrying) او د ترهګرۍ د تمویل ضد (Counter Terrorist Financing) مقرراتو سره په کلکه عمل کوو او د خپل پیرودونکي پېژندنه (KYC) سختې کړنلارې پلي کوو څو له غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی وشي او د خپلو مشتریانو ګټې خوندي پاتې شي. ټولې راکړې ورکړې د خوندي او باور وړ سیستمونو له لارې څارل کېږي څو دقت، مشروعیت او له مقرراتو سره بشپړ مطابقت تضمین شي.
زموږ کارکوونکي په منظم ډول د مطابقت اړوند روزنه ترلاسه کوي ترڅو د اړوندو قوانینو، مقرراتو، بدلونونو او اخلاقي معیارونو په اړه پوهاوئ ولري. موږ د هر ډول درغلۍ، فساد یا غیرقانوني کړنو پر وړاندې د صفر زغم تګلاره لرو او ژمن یو چې مالي سیستم له هر ډول ناوړه استفادې وساتو.
د هلمند جهاني صرافۍ او پولي خدمتونو شرکت مشتریان باید ډاډه ترلاسه کړي چې هره راکړه ورکړه په لوړه کچه، مسلکیتوب، د ملي او نړیوالو مقرراتو له بشپړ رعایت او د پیرودونکي د محرمیت او باور په بشپړ درناوي سره ترسره کېږي.